پکتیا کې د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ پیل شوی د کتابونو درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد.
دغه نندارتون چې پرون چهارشنبه د وږي لومړی نېټه پای ته ورسېد، د بېلابېلو برخو ګڼشمېر کتابونه پهکې نندارې ته کېښودل شوي وو.
د «رڼا ننداره» په نوم د یاد نندارتون یوه جوړونکي سیفالرحمن سلاموطندار ته ویلي چې دغه نندارتون یې مطالعې ته د ځوانانو د هڅونې په موخه جوړ کړی و.
هغه زیاته کړه چې په دې وروستیو کې د ځوانانو ترمنځ د مطالعې دود پیکه شوی او په وینا یې، له همدې امله یې د کتابونو دغه نندارتون جوړ کړی و.
د رڼا ننداره په نوم د کتابونو د نندارتون مسوولان وايي، هوډ لري چې راتلونکې کې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ورته نندارتونونه جوړ کړي.
په همدې حال کې دغه نندارتون راغلي یوشمېر کسان د یاد نندارتون څخه د هرکلي ترڅنګ وايي چې دغه ډول نندارتونونه به مطالعې ته د ځوانانو هڅولو برخه کې ګټور تمام شي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د رڼا ننداره د کتابونو نندارتون مسوولانو څو ورځې وړاندې په خوست کې هم مطالعې ته د ځوانانو ته د هڅولو په موخه نندارتون جوړ کړی و.