Asset 1SWN

لوګر کې له کانونو د څارنې «لس کسیزه» کمېټه جوړه شوه

mesaynak-3

لوګر ته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور سفر سره هم‌مهاله دغه ولایت کې له کانونو د اړوند چارو د څارنې کمېټه جوړه شوه.

د لوګر د مطبوعاتو له دفتره سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لس کسیزه کمېټه کې د یاد ولایت د امنیه قومنداني او ولایت مقام هم برخه لري.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې دغه کمېټه به د کانونو په قراردادونو کې له روڼتیا، د کانونو د قاچاق مخنیوي، له لویو کمپنیو سره د کانونو قراردادونو او په ټوله کې به له کانونو څخه څارنه وکړي.

د کانونو او پطرولیم سرپرست شهاب‌الدین دلاور لوګر ته د یاد سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کانونو د وضعیت ارزونې ترڅنګ د لوګر محلي چارواکو سره هم لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د لوګر مرستیال والي مولوي عنایت‌الله شجاع د دغه ولایت د ولایتي ادارو او خلکو ستونزې شریکې کړې او د کانونو له سرپرست څخه یې غوښتنه وکړه چې د لوګر ستونزې د کابینې په غونډه کې شریکې او د حل لپاره یې کوټلي ګامونه واخیستل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د غونډې په پای کې د کانونو او پټرولیم سرپرست شهاب‌الدین دلاور هم د لوګر مسوولانو او خلکو ته ډاډ ورکړ چې د ولس ستونزو ته به رسېدنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام