د سمنګان یوشمېر باغلرونکي وايي چې د تېر ژمي سړې هوا، نباتي افتونو او باغونو ته د نه پاملرنې له کبله د مېوو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د یاد ولایت یوه بڼوال حاجي قیام سلاموطندار ته وویل چې سږکال یې د اقتصادي ستونزو له امله خپلو باغونو ته سمه پاملرنه ونهکړه چې په وینا یې، د باغونو حاصلات یې د پام وړ کم شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د یاد ولایت د کرنې ریاست هم په دې برخه کې ورسره هېڅراز مرسته او لاسنیوی نه دی کړی.
نوموړي وویل: «هو، د سړې هوا له امله په حاصلاتو کې کموالی راغلی دی. بڼوال دومره توان نهلري چې سرې واخلي، دقیقه ساتنه یې وکړي، همغه دي چې حاصلات کمېږي او بیا یې په کمه بیه پلوري، لس ځلې موږ کرنې ریاست ته ورغلو، غوښتنه مو ترې وکړه چې باغلرونکو سره په دې برخه کې مرسته وکړي، څو دفترونو ته یې مکتوبونه راکړل خو هېچا هم تراوسه مونږ سره کومک نه دی کړی.»
د یاد ولایت یوه بل بڼوال حاجي احمدشاه بیا وویل چې تېر ژمي کې سختې سړې هوا یې باغونو ته زیان رسولی او په وینا یې، حاصلات یې زیانمن شوي دي.
احمدشاه د کرنې ریاست د نهپاملرنې له امله هم پر یاد ریاست نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې د مخکیني نظام تر سقوط وروسته د مرستهکوونکو بنسټونو پاملرنه هم دغه ولایت ته کمه شوې چې په روان کال کې یې تراوسه هېڅراز لاسنیوی نه دی کړی.
نوموړي وویل: «اوس وخت کې هېڅ داسې دفتر او بنسټ نشته چې کرنیزه برخه کې له بنوالو سره مرسته وکړي. پخوا یو څه دفترونه وو چې مرسته به یې کوله، مسلکي لارښوونې به یې کولې اما کله چې اسلامي امارت واکمن شوی، دوی ته پاملرنه کمه شوې، له حکومت مو غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې له بڼوالو سره مرسته وکړي.»
بلخوا سمنګان کې د کرنیزو چارو کارپوه حاجيمحمد بیا وايي، دوی د باغونو د پیاوړتیا او حاصلاتو زیاتوالي په موخه مسلکي لارښوونې باغلرونکو ته ور زدهکړي دي.
نوموړي وویل: «مونږ د باغدارۍ د ودې په برخه کې بڼوالو ته تخنیکي زدهکړې ورکړې، د باغونو جوړول ، ونو نال کول او کېنول ورښودلي دي، د ښاخونو اصلاح او طبیعي آفتونو په وړاندې دې مبارزې لارښونې مو هم دوی ته ورښودلې دي، تر څو دوی و کولی شي له باغونو وړ حاصلات په لاس راوړي او ګټه ترې وکړي.»
په همدې حال کې د سمنګان د مېوو يوشمېر سوداګر د بڼوالو له غیرې معیاري بستهبندۍ ګیله کوي او وایي کله چې بڼوال مېوې راټولې کړي، تر نیمايي زیاتې یې خرابې مېوې ځای په ځای کړي وي چې نه یې بیا څوک اخلي او نه هم خرڅېږي.
هغه وویل: «موږ تر یوې اندازې راضي یو تر یوې اندازې راضي هم نه یو، ځکه بڼوال له مېوو څخه زیات په کارتنونو کې واښه ځای په ځای کوي، موږ هغه کارتنونو سره اخلو کله چې هغه خلاصوو او بازار کې پلورو نو مېوه کمه وي، مثلا انګور په کرتونو کې له انګور زیات واښه یا هم خراب بانجان رومي ځای په ځای کوي، کله چې دوکانداران له موږ واخلي بیرته راوړي، وايي چې خراب دي.»
په همدې حال کې د سمنګان د کرنې ریاست چارواکي وايي، دوی هر کال د باغونو د ساتنې او پالنې او د اقلیم د زیانونو د مخنیوي په موخه له کروندګرو او باغلرونکو سره همغږي کوي، خو سږ کال سختې سړې هوا ټول له ستونزو سره مخ کړل او حاصلات باندې یې ناوړه اغېز کړی دی.
د سمنګان د کرنې برخې امر عبدالخلیل کریمي سلاموطندار ته وویل: «دا چې د انګورو په حاصلاتو کې کموالی راغلی دلیل دا دی کله یې پندوک نیولي وو، باید بڼوالو ورته توجه کړې وای، څو له یخنۍ څخه ساتل شوی وای، خو دوی ونه ساتل همغه وو چې خراب شول او حاصلات یې کم شول، سږ کال د انګورو او بادامو حاصلات له ۶۰ څخه تر ۷۰ سلنې پورې کم شوي.»
سمنګان د هېواد په شمال کې یو له هغو کرنیزو ولایتونو څخه دی چې د مېوو په ګډون هر ډول کرنیز محصولات پهکې تولیدېږي، خو سږ کال له دې امله چې تېر ژمي کې هوا ډېره سړه وه، د ونو ګلونه یې اغېزمن کړل چې له امله یې د مېوو پر حاصلاتو بده اغېزه وکړه.