د سعودي عربستان جدي ښار کې د امریکا قونسلګرۍ مخې ته د ډزو په پایله کې یو وسلهوال او د قونسلګرۍ یو ساتونکی وژل شوي دي.
سعودي عربستان او امریکايي چارواکو دغه پېښه تایید کړې او په اړه یې د څېړنې د پیل خبر ورکړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس «SPA» هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دې برید کې د امریکا د قونسلګرۍ یو ساتونکی وژل شوی دی.
وژل شوی ساتونکی نیپالی دی او د یوې شخصي کمپنۍ پورې تړاو لري چې جدي ښار کې یې د امریکا د قونسلګرۍ د ساتنې په توګه دنده کوله.
په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه برید د پخلي ترڅنګ ویلي، برید کې امریکايي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
بلخوا د سعودي عربستان پولیس چارواکو ویلي، امنیتي ځواکونو د امریکا قونسلګرۍ مخې ته د ډزو د تبادلې په پایله کې وژلی دی.
د چارواکو په وینا، یاد کس وروسته له هغې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شو چې د قونسلګرۍ مخې ته یې موټر ودراوه او وسله ورسره وه. د یاد وسلهوال کس په ډزو کې د قونسلګرۍ یو ساتونکی هم وژل شوی.