Asset 1SWN

کورنیو چارو وزارت: پاکستان دې دغه هېواد ته د پاکستاني کډوالو د ستنېدو زمینه برابره کړي

_100170911_522596872

د کورنیو چارو وزارت د پاکستان له حکومت او د کډوالو نړیوال سازمان څخه غوښتنه کړې چې دغه هېواد ته د پاکستاني کډوالو د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دغه څرګندونې نن (دوشنبه، غبرګولي ۲۹) کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «کله چې وزیرستان کې ستونزې رامنځته شوې، کډوالو دلته «افغانستان» ته راغلل. طبعآ کډوال د نړیوالو قوانینو له مخې، خپل حقوق لري. موږ کوښښ کوو چې ټولې اسانتیاوې ورته برابرې کړو.»

قانع زیاته کړه که د پاکستاني کډوالو د بېرته ستنېدو زمینه برابره نه‌شوه او افغانستان کې پاتې شول، ا.ا به هڅه وکړي، څو افغانستان کې یې ټول حقوق تامین کړي.

له دې وړاندې د پاکستاني کډوالو منځ کې د ټي‌ټي‌پي‌ غړیو د شتون او د تخار دشت‌قلعه ولسوالي ته یې د ۳۲۰ غړیو د لېږد په اړه ځینو رسنیو راپورونه هم خپاره کړي وو.

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله بیا دغه راپورونه بې‌بنسټه بللي او ویلي یې دي چې یوازې هغه پاکستاني کډوال به نورو ولایتونو ته لېږدوي چې د پاکستان حکومت یې له شتون اندېښنه لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د مجاهد په وینا، دا مهال له ۷۰۰۰ تر ۸۰۰۰ پاکستاني کډوال د ډیورنډ کرښې دې غاړې کې اوسېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام