د ۲۰۲۳ کال یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې نن له «بي» ګروپ څخه سریلانکا د عربي متحده اماراتو او ایرلنډ له عمان سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دواړه لوبې نن ۱۱:۳۰بجې په کوینز سپورټ کلب او بولاوایو اټلاټیک کلب لوبغالو کې پیل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پرون د سیالیو له «الف» ګروپ څخه کوربه زمبابوې لوبډلې نیپال او وسټانډیز هم امریکا ته ماته ورکړه.
په الف ګروپ کې زمبابوې، وېسټ انډیز، امریکا، نیپال او نیدرلنډ لوبډلې شتون لري چې زمبابوې لوبډلې په یوې بریا سره د جدول سر ځای خپل کړی دی.
په دویم ګروب کې بیا سریلانکا، عربي متحده امارات، ایرلنډ، عمان او سکاټلنډ لوبډلې شتون لري چې له یاد ګروپ څخه به نن دوه لوبې کېږي.
د زمبابوې په کوربهتوب روانو سیالیو کې له لوبېدونکو لسو لوبډلو څخه به یوازې دوه لوبډلې نېغ په نېغه د هند په کوربهتوب د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته لاره پیدا کړي.