د سوداګرۍ او صنایعو وزارت، د پانګونې خونو او د کابل نفیس سوداګریز شرکت د صنعت اوونۍ په مناسبت نن پنجشنبه د غويي ۲۱مه کابل کې د غذايي موادو او لاسي صنایعو نړیوال نندارتون پرانېست.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس سخياحمد پیمان وویل، دغه نندارتون کې د ښځو لاسي توکو لپاره سل غرفې په پام کې نیول شوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«نندارتون د صنعت اوونۍ په موخه جوړ شوی او له ټول هېواد څخه کورني محصولات نندارې ته کېښودل شي چې څه باندې ۵۵۰ تولیدي کارخونو خپل تولیدات وړاندې کړي. ۵۵ سکټوره تولیدي دي.»
په ورته وخت کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دغه پروګرام ته وویل، هڅه کوي چې له کورنیو محصولاتو څخه په استفادې او د صنعتکارانو او پانګوالو په ملاتړ افغانستان په ځان بسیاینې ته ورسیږي.
هغه وویل: «افغانستان د طبیعي سرچینو او خامو موادو له اړخه شتمن هېواد دی او ا.ا اراده لري چې پانګوالو ته ښه زمینه برابره کړي چې دې برخه کې ځانبسیاینې ته ورسېږو او صنعتکارانو څخه غواړم چې صنعت ته پام وکړي.»
خو د دغه نندارتون یوشمېر ګډونوال د خپلو تولیداتو د پلور لپاره د مناسبت بازار نهشتون څخه شکایت کوي.
لیلما ظریفي چې له بدخشان څخه خپل تولیدات دغه نندارتون ته وړاندې کړي، د بازار نه شتون په اړه سلاموطندار ته وايي:«زموږ محصولات له بدخشان څخه دي، طبیعي دي، عسل دي، چاکلیت او کورنۍ کلچې دي، د فشار لپاره چای هم لرو، اوس دغه نندارتون په خرڅلاو اغېز نه لري، خو پخوا ښه و، تراوسه مو هېڅ صادرات نه لرل او یوازې دلته مو لږ څه خرڅ کړل.»
د دغه نندارتون ترسره کوونکي د یاد نندارتون ترسره کولو څخه موخه د افغانستان د کورنیو محصولاتو لپاره بازارموندنه، د سوداګرو ترمنځ د اړیکو ټینګول او کورنیو تولیداتو سره د خلکو بلدتیا بولي.