Asset 1SWN

د پکتیا اوسېدونکي: د جلغوزیو پروسس لپاره کار نه دی شوی؛ مسوولان: معیاري فابریکه لرو

IMG-20230503-WA0011

پکتیا چې د جلغوزیو پراخ ځنګلونو لري او ډېری اوسېدونکي یې له همدې لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي، د دغه ولایت یو‌شمېر اوسېدونکي او د کرنې برخې کارپوهان نیوکه کوي چې لاهم د جلغوزیو د معیاري پروسس لپاره کار نه دی شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د ځینو موسسو له‌خوا د جلغوزیو د غوټو راشکولو لپاره ورته یوازې قیچي ورکړل شوي، خو د جلغوزیو د پروسس، ساتلو او بازارموندنې برخه کې ورسره هېڅ‌راز مرسته نه ده شوې.

د پکتیا د لجه منګل ولسوالي اوسېدونکي شېراحمد سلام‌وطندار ته وویل، ډېری وخت جلغوزي په ونو کې پر سوداګرو پلورل کېږي او له ونو څخه د جلغوزیو شکول، ساتل او پروسس د سوداګرو پر غاړه وي.

نوموړي زیاته کړه چې د پلور پر مهال دوی سوداګر ته د ځنګل یوه ټاکلې اندازه د جلغوزیو ونې ورښايي او په معلوم قیمت یې پرې پلوري. د نوموړي په وینا، که کوم کال د جلغوزیو ځنګل ونه پلوري، بیا یې په خپله له ونو غوټۍ راشکوي.

هغه وویل، پخوا یې دا کار په لاس کاوه او د ونو ډېری څانګې به هم ورسره ماتېدې چې راتلونکې کال به یې پر حاصلاتو منفي اغېز کاوه، خو اوس د قیچي په واسطه غوټۍ راشکوي چې څانګې نه ورسره غوڅېږي.

نوموړي وویل: «جلغوزي چې زموږ د وطن په غرونو کې کېږي هغه په سیزن پورې اړه لري کله چې سیزن ښه وي، بیا زیات حاصلات لاسته راځي، که سیزن ښه نه وي او باران وهلي وي، بیا کم حاصلات لاسته راځي. موږ اکثره بازار ته ګورو چې کله هم بازار تیز وي، بیا جلغوزي له غوټیو څخه ورته باسو، بیا یې پلورو، که بازار یې تیز نه وي، بیا غوټې خلک اخلي د هغو بازار تیز وي، بیا یې راشکوو او په تجارانو باندې غوټې خرڅوو.»

هغه زیاتوي چې هره کیلو جلغوزې له ۷۰۰ تر ۹۰۰ افغانیو پلوري او له دې لارې ښه عاید ترلاسه کوي. د جلغوزيو د برخې کارپوهان بیا وایي، د جلغوزیو ارزښت ته په کتو هغسې چې اړتیا ده هغومره ورته پام نه دی شوی.

د دوی په خبره، که څه هم د جغلوزیو د فني راټولېدو او پروسس لپاره ځینو ټولنو او موسسو خلکو ته کمه اندازه زده‌کړې ورکړي، خو زیاتوي چې دغه زده‌کړې بسنه نه کوي.

د پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد اسمعیل لاروی وایي، د دوی ترلاسه کړي ارقام ښیي چې پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونه کې د کال تر ۳۰ زره ټنو جلغوزي تولیدیږي.

هغه وویل: «د موسسو له‌خوا ځینې هغه وسایل چې جلغوزي پرې راټولېږي او پروسس کېږي، دا وسایل هم تر یو حده ورکړل شوي، خو دا کفایت او بسنه نه کوي د دې کاري ساحې ته په کتو دا د بسنې وړ ندي نور کسان هم باید وروزل شي او په بشپړه مانا که موږ ووایو چې د مسلکي یا فني کسانو هغه تشه ډکه شوي، خو تراوسه هغه تشه نده ډکه شوې، نو لا هم ضرور ده چې دلته مسلکي کسان وروزل شي او د سیمې په کچه باندې منظم سیستماتیک فعالیتونه ترسره شي، څو هغه جلغوزي چې له ځنګل څخه راټولیږي په فني او مسلکي دول باندې راټول شي.»

د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د ځنګلاتو عمومي مدیر انجینر اصف‌الرحمان وویل، دغه ولایت کې یوازینۍ د جلغوزیو د پروسس بټۍ شته چې په تولو معیارونو برابر پروسس، بسته‌بندي او تولید لري او په یاده فابریکه کې تر ۱۵۰ پورې کاریګر په کار بوخت دي.

هغه وایي، اوس هم خلک په پخوانیو طریقو لوموړی د جلغوزیو غوټۍ له ونو د قیچي په واسطه راشکوي او له هغه وروسته یې لمر ته هواروي چې وروسته ترې جلغوزي څنډي او بیا یې خلک په کلیو کې په سوداګرو پلوري او یا یې هم بازار ته د پلور لپاره یې وړي.

د نوموړي په وینا، هغسې چې اړینه ده پکتیا کې د جلغوزیو د تجارانو لپاره مناسب بازار نشته چې تجاران پرې قناعت ولري.

هغه وویل: «د جلغوزیو د تولید کچه هر کال او بیا هرې ولسوالي ته فرق کوي، یعنې یو کال یې حاصل لوړ وي او بل کال یې حاصل ټیټ وي په همدې اساس په ۱۴۰۱ کال کې په ټوله پکتیا کې د ولسوالیو د راپورونو په اساس ۴۹۱ ټنه جلغوزيو حاصل ورکړی و، پکتیا کې خو تر دې دمه داسې اسانتیاوې چې د جلغوزیو د راټولولو لپاره په توله مانا د ولس او تجارانو لپاره د قناعت وړ وي ندي برابرې شوې.»

د پکتیا د کرنې ریاست مسوولانو په وینا، تېر ۱۴۰۱ کال کې دغه ولایت کې د جلغوزیو شاوخوا ۴۹۰ ټنه حاصلات راتول شوي دي. پکتیا کې د جلغوزیو د پروسس یوازینۍ فابریکې مسوولان وایي، یاده فابریکه یې د ټول نړیوال سټنډرډ مطابق جوړې کړې چې په‌کې جلغوزي پروسس او بسته بندي کیږي.

محبوب‌الله چې د رحیم ګردېزي فابریکې مسول دی وایي، یاده فابریکه یې د نړیوالو معیارونو په نظر کې نیولو سره جوړه کړې چې په یو وخت کې تر ۲سوه ټنه د جلغوزیو د ساتنې یخې خونې هم لري او د سوداګرو جلغوزې پکې ساتي.

د نوموړي پر وینا، جلغوزي د ماشینونو په واسطه پروسس کېږي او بیا په مختلف ډول وزن لرونکو پاکټونو کې د ماشینو په واسطه د هر تجار په خوښه بندیږي. د یادې فابریکې د مسول په خبره، د جلغوزیو غوټۍ د اجورې په بدل کې پروسس او بسته بندي کوي خو دا یې ونه ویل چې د یو ټن جلغوزیو د پروسس په سر له تجارانو څومره اجوره اخلي.

هغه وویل: «د رحیم ګردیزي د جلغوزیو فابریکه په ۲۴ساعتونو کې د پروسس مختلفو برخو کې له سل تر ۱۵۰ ټنو پورې د پروسس ظرفیت لري چې د یو سل شلو څخه نیولې تر یو سلو او پنځوسو پورې په مستقیم ډول کاریګر په فابریکه کې کار کوي چې میرمنې او سړي پکې شامل دي او همدارنګه په غیر مستقیم ډول له سلو څخه تر یو سلو او پنځوسو پورې کورنیو ته یې په ګردېز ښار کې د کار زمینه برابره کړې ده چې تر څو وکولی شو د کورنیو اقتصادي وضعیت ته له داخل څخه وده ورکړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کرنې برخې کارپوهان وايي، که جلغوزي په سم ځای کې ونه ساتل شي وزن کموي او خوند یې ترخیږي چې بیا یې اخیستلو ته نور سوداګر زړه نه ښه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام