دایکندي کې محلي سرچینې سلاموطندار ته وايي چې پرون سهشنبه د وري په لومړۍ نېټه د یاد ولایت شهرستان ولسوالي «تګابلور» کلي کې یوې نجلۍ ځانوژنه کړې ده.
سرچینې زیاتوي چې یاده نجلۍ «لایقه» نومېده او ۱۷کاله عمر یې درلود او دغه ولایت کې د یوه ښوونځي د نهم ټولګي زدهکوونکې وه.
تراوسه معلومه نه ده چې ولې دغې نجلۍ ځانوژنه کړې ده. د دایکندي امنیتي مسوولانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
بېوزلي، کورنی تاوتریخوالی او ناهیلي هغه لاملونه یادېږي چې له امله یې هېواد کې د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې په تېر یونیم کال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې دي.