تخار کې د هوا سړېدو او فصلي ناروغیو ډېرېدو سره هممهاله د یاد ولایت اوسېدونکي دولتي روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو له کمښت او نشتوالي څخه شکایت کوي.
د تخار مرکز تالقان ښار اوسېدونکی امیرمحمد وايي چې د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له کبله یې خپل ناروغان دولتي روغتون ته د درملنې لپاره راوستلي دي.
نوموړي وویل: «د چا چې اقتصادي وضعیت ښه وي، شخصي کلینیکونو ته دې مراجعه وکړي، ځکه ښه درملنه یې کوي. موږ څخه په یوې شپه او ورځ کې درې-څلور زره افغانۍ مصرف شوې او نورې مو نشوای ورکولای او له همدې امله دولتي روغتون ته راغلو.»
د وروستیو ورځو پر مهال د تخار ولایتي روغتون کې د ناروغانو ګڼهګوڼه د دې لامل شوې چې دغه روغتون راغلي، ناروغان د درملنې لپاره ساعتونه په تمه پاتې شي.
په همدې حال کې، د تخار یوشمېر اوسېدونکي، د دې ولایت په ولایتي روغتون کې د ناروغانو ګڼهګوڼه د ډاکترانو د کمښت له امله یادوي. دوی له عامي روغتیا وزارت څخه غواړي چې د تخار ولایتي روغتون ته جدي پاملرنه وکړي.
د تخار اوسېدونکي محمدسین وویل: «د اقتصادي ستونزو له امله مو دوه ورځې وړاندې خپل ناروغ ولایتي روغتون ته راوړی و، ګڼهګوڼه زیاته وه او نوبت رانهغی، اړ شوم چې شخصي روغتون ته یې بوځم، هلته مو ډېرې پیسې ولګولې، خو پایله یې ورنهکړه.»
په همدې حال کې د تخار ولایتي روغتون مسوولان د روغتیايي کارکوونکو کمښت تاییدوي، خو وايي چې د موسمي ناروغیو له امله نهشي کولای په کم وخت کې ډېرو ناروغانو ته رسېدنه وکړي.
د تخار ولایتي روغتون امر حیاتالله امامي سلاموطندار ته وویل: «د تخار ولایتي روغتون ۱۵۰بستره لرل، ۲۰۰بسترو ته لوړه شوې او کارونه یې تر یوه ځایه مخکې تللي دي، د ۵۰ بسترونو منظوري یې د کب تر میاشتې وروستۍ کېږي او د نوي تشکیل په راتلو سره د روغتون د پرسونل د کمښت ستونزه هم حل کېږي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې هر کال تخار کې د ژمي پر مهال د سړې هوا له امله د موسمي ناروغانو شمېر لوړېږي چې ولایتي روغتون کې د ټولو ناروغانو د درملنې امکان کم وي.