Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل کې نابینایان دوی ته د کاري زمینې نه برابرېدو له امله شکایت کوي

733f7736-4a7c-4ee1-9135-e10dad386b40-px9f2h8ftgw24nvlzi0gnantus7pb66a0h2ofq88lk

کابل کې یو‌شمېر نابینایان «ړانده کسان» د نورو ستونزو ترڅنګ د عامه خدمتونو او د زده‌کړو او کاري زمینې نه برابرېدو له کبله شکایت کوي.

دغه نابینایان وايي چې په بېلابېلو برخو کې د کار کولو وړتیا لري، خو د کار کولو زمینه ورته نه ده برابره شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

که څه هم د مخکیني حکومت پر مهال په دولتي او نورو ادارو کې د نابینایانو لپاره د کاري زمینې برابرولو په موخه هڅې کېدې، خو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره یو‌شمېر نابینایان شکایت کوي چې دوی ته په دولتي ادارو کې دندې نه ورکول کېږي.

د وحدت په نوم د نابینایانو د ملاتړي بنسټ اجرايي مسوول حسیب‌الله ظهیر وايي چې په دولتي ادارو کې ډېر کم نابینایان پر دندو ګومارل شوي او ډېری له تېر یوه کال راهیسې وزګاره دي.

د شهیدانو او معلولانو وزارت ویاند فیصل خاموش وايي، هغه نابینایان چې په دولتي ادارو کې د کار کولو وړتیا ولري، په دغو ادارو کې به دندې ورکړل شي.

نوموړي وویل: «اسلامي امارت هڅه کوي چې نابینایانو ته اسانتیاوې رامنځته کړي او هغه نابینایان چې د کار کولو وړتیا ولري، دولتي ادارو کې به جذب شي.»

کرشمه قاطع چې نابینا ده وايي، هېواد کې دا مهال د ګوتو په شمېر نابینایان زده‌کړییزو خدمتونو ته لاسرسی لري او باید د لوړو زده‌کړو زمینه ورته برابره شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم هېواد کې د نابینایانو لپاره ځانګړی ښوونځی جوړ شوی، خ ټولنه کې د فرهنګي او نورو ستونزو له کبله ګڼ‌شمېر کورنۍ خپل نابینا اولادونه دغه ښوونځي ته له لېږلو منع کړي او ځینې یې په اړه معلومات هم نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام