Asset 1SWN

سلام وطندار

هېواد کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۷۷ کسانو ژوند بایللی

سېلابونه او ورښتونه زیانونه تلفات

له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې ویلي، د حمل له شپږمې راهیسې یانې تېرو لسو ورځو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ۷۷ کسانو ژوند بایللی او ۱۳۷ نور ټپیان شوي.

دغې ادارې نن شنبه د حمل ۱۵ / اپرېل ۴ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغو ورښتونو، سېلابونو، د غره ښوویېدو او تالندې پېښو کې تر دامهاله ۳زره او ۲۶۶ کورونه په بشپړ او جزیي ډول ویجاړ شوي او ۱۱ او ۶۷۶ جریبه کرنیزې ځمکې تخریب شوي.

همدارنګه په ټولیز ډول ۵ زره او ۸۱۱ کورنۍ زیانمنې شوي او ۱۲۱ د اوبو څاګانې او شبکې، ۳۳۷ کیلومتره سړکونه ویجاړ شوي دي.

له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې زیاته کړې چې دغه شمېرې لومړنۍ دي او د سروې او ارزونې بهیر روان دی چې ښايي ارقامو کې بدلون راشي.

دې سره، که څه هم د ژغورونکو هڅو ګڼ شمېر کسان له مرګوني ګواښ څخه ژغورلي، خو ولایتونو کې زیانمنې کورنۍ لا هم د سرپناه او لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره لاس او ګرېوان دي.

زیانمنې شوې کورنۍ له حکومته او مرستندویه بنسټونو د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کوي.

د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکی هلال الدین د سېلاب راتلو او دوی ته زیان رسېدلو په اړه کیسه کوي.

“موږ د پلار شپږ اولادونه یوو، یو دم سیلاب راغی د څلور وروڼو کورونه یې را وران کړل، د دوو وروڼو کورونه مو نیچه پاتې دي، هغه هم د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.”

همدارنګه دوه نور سېلاب ځپلي حاجي محمد لعل او محمد الله په دې اړه وایي:

“هر څه تبا شو، ښځې او ماشومان مو اوس د پردیو کورونو کې دي، زموږ له دولت څخه دا غوښتنه ده چې د سرپنا او اړینو مرستو غمه راته وخوري.”

“سیلاب در په در کړو، هر څه مو تبا شو، ماشومان مو د سړک غاړې باندي اوس اوسیږي.”

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام