Asset 1SWN

سلام وطندار

پر غزې د اسراییلو بریدونو د ۷۶ کسانو ژوند اخیستی

4-qz7fr9ipp5cbzm27f6u2sf2blb8oearz0szt8sn7uw

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې د غزې پر بېلابېلو برخو د اسراییلو بریدونو کې لږترلږه ۷۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې دغه کسان په تېرو څلېرویشتو ساعتونو کې د غزې پر بېلابېلو برخو د اسراییلو د پوځ په بریدونو کې وژل شوي او ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، پر غزې د اسراییلو بریدونو قربانیان ښځې، ماشومان او نور کسان دي.

بله‌خوا په فلسطین کې سرچینو ځینو نړیوالو رسنیو ته ویلي چې په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په موخه د اسراییلو او حماس ترمنځ په خبرواترو کې پرمختګ شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د اسراییلو او حماس ترمنځ د نښتو څه باندې پنځلس میاشتې کېږي او د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا، په دې موده کې ۴۶۶۰۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۹زره او ۳۷۸ نور ټپیان شوي دي. همداشان، په یاده موده کې بیا نږدې ۷۰۰ اسراییلي ځواکونه وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام