Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې ۷۰۰ سېلاب ځپلیو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې

بلنولی

د میدان‌وردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وايي چې د «افغاني سرې میاشتې او HHRD موسسې» پرمټ د جلرېز او نرخ ولسوالیو په ۷۰۰ سېلاب ځپلیو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.

د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته ویلي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په جلرېز ولسوالي کې پر ۵۰۰ سېلاب ځپلیو کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي او د HHRD موسسې له لوري بیا نرخ ولسوالي کې ۲۰۰ سېلاب ځپلیو کورنیو ته خوراکي توکي ورکړل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

جلالي زیاته کړه په مرسته شویو توکو کې اوړه، غوړي، وریځې، دال، بوره، مالګه او د اشپزخانې وسایل شامل دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي وویل چې شوې مرسته د میدان‌وردګ سېلاب ځپیلو کورنیو لپاره بسنه کوي او هڅه روانه ده چې د یوشمېر کورنیو او نړیوالو بنسټونو په مرسته سېلاب ځپلیو کورنیو سره اساسې مرستې وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام