د پاکستان د سِند ایالت په کراچۍ ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ چارواکي وايي چې د دغه ایالت له بېلابېلو زندانونو څخه د ماشومانو په ګډون ۵۶ افغان بندیان خوشې شوي او بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.
په کراچۍ ښار کې افغان قونسل سیدعبدالجبار یوه ویډیو چې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر خپله ټوېټرپاڼه خپره کړې د یادو افغانانو د خوشېکېدو خبر ورکوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سيد عبدالجبار په دې ویډیو کې همداراز وايي چې له دې وړاندې هم د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ۲۲۲۰ افغانان خوشې شوي او بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.
بلخوا نن یکشنبه د غويي لسمه یوشمېر پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی چې د کراچۍ ښار له بېلابېلو زندانونو څخه سلګونه افغانان خوشې شوې دي.
دغو رسنیو د افغان قونسل سیدعبدالجبار له قوله ویلي چې په خوشې شویو ۵۶ کسانو کې ۲۴ ماشومان هم شامل دي چې د قانوني اسنادو د نهلرلو په تور د پولیسو لهخوا نیول شوي وو.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا مهال هم د کراچۍ ښار په زندانونو کې ۳۳۱ افغانان بندیان دي او د خوشېکېدو هڅې یې روانې دي.