Asset 1SWN

۵ امنیتي ځواکونو چې د کورنیو چارو وزارت یو سرتېری وهلی و ، له دندو ګوښه شول

20210301_144919-p3knjcc9pd7frk17q3godqcx1iwljd88ij4eqmwxw4

د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه ۵ امنیتي ځواکونه يې له دندو ګوښه کړل چې څه موده وړاندې يې د ياد وزارت د قراول سرتېري ګواښلي او يو سرتېری يې ډبولی و.

د ياد وزارت ویاند طارق ارین نن وويل، دغه پنځو کسانو تېره ورځ د دې وزارت امنیتي ساتونکيو ته ګواښ کړی و او یو يې وهلی.

د ارين په وینا، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستيال عبدالصبور قانع د يادې موضوع له خبرېدو وروسته دغه ۵ امنیتي مسوولان له دندې ګوښه او د نورو څېړنو په موخه يې د ياد وزارت داخلي امنیت عمومي ریاست ته یې معرفي کړي.

نوموړي زياتوي، د کورنیو چارو وزارت امنيتي مرستيال ويلي، ټول پولیس افسران قانون ته مسوول دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام