Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيا کې ۴۸ نوي مخابراتي سايټونه جوړېږي

مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژي وزارت سرپرست مولوي نجيب‌الله حقاني پکتيا ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې د ولايتي مسوولانو د غوښتنو او د خلکو اړتياړو ته په کتو دې ولايت کې روان کال ۴۸ نوي مخابراتي سايټونو جوړيدل منظور شوي دي.

هغه دغه‌راز زياته کړه چې يادشمېر سايټونه د ټي ډي ايف لسمې پروژې له پنډ څخه جوړيږي او ځينې هغه يې د مشخصو شبکو لخوا جوړيږي.

د مخابراتو وزا ت سرپرست وويل چې د يادو مخابراتي سايټونو په جوړيدو سره به د مخابراتي خدمتونو برخه کې د پکتيا لرې پرتو سيمو د اوسيدونکو ستونزې تر ډېره حل شي.

نوموړي همداشان وويل چې په لسمه پروژه کې د ټول هيواد په کچه لرې پرتو ولسواليو او سيمو ته ۵۵۰ مخابراتي سايټونه منظور شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته وخت د پکتيا د يوشمېر اوسېدونکي هم د يادو مخابراتي سايټونو په منظوري او جوړيدو خوښي څرګندوي.

د اريوب ځاځيو ولسوالي يو اوسېدونکي عيد ولي وويل چې په ولسوالي کې يې خلک د مخابراتي خدمتونو برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په ډېری سيمو کې يې هيڅ مخابراتي شبکې کار نه کوي.

هغه وويل ډېری وخت خلک د اړتيا پرمهال اړ وي چې د يوې ټليفوني اړيکې لپاره غره ته پورته شي. هغه غوښتنه وکړه چې يادو منظور شويو مخابراتي سايټونو د جوړيدو چارې بايد هر څه ژر پيل شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژي وزارت سرپرست همداشان وويل چې پکتيکا ته هم تېره ورځ سفر کړی و او  ۴۴ نوي مخابراتي سايټونه منظوري يې ورکړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام