Asset 1SWN

پکتیکا کې ۴۶۱ زلزله‌ځپلیو کورنیو ته نغدې پیسې ورکړل شوې

5c32c755-979c-48fc-a926-04a018a752d4

د پکتیکا ګیان ولسوالي کي د ۴۶۱ زلزله‌ځپلیو کورنیو ته د کورونو جوړولو لپاره دویم قسط نغدې پیسې ورکړل شوې.

د پکتیکا د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې او چمتوالي رييس مولوي مطيع‌الله منصور وايي چې په زلزله‌ځپلي ګیان ولسوالي کی د «IOM» نړيوالې موسسې په مالي ملاتړ ۴۶۱ کورنیو ته د کورونو جوړولو لپاره دویم قسط نغدې پسې ورکړل شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

مطیع‌الله منصور زیاته کړه چې ګیان کې د ۴۶۱ کورنيو څخه هرې کورنۍ ته  «۱۱۹۶۰۰» افغانۍ ورکړل شوي چې ټوټال «۵۵۱۳۵۶۰۰» افغانی کېږي.

د ګيان ولسوالي زلزله ځپلو ته تراوسه هم په بشپړه توګه سرپناه نه‌ده برابره شوې. دوی له سرپرست حکومت په وار وار غوښتنه کړې چې د سرپناه ترڅنګ ورته نورې لومړنۍ اسانتیاوې هم برابرې کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې ځینو نورو خیریه بنسټونو په خپل مالي لګښت د پکتیکا ګیان ولسوالي سربېره نورو زلزله‌‌ځپلیو ته کورونه جوړ کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام