د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي وایي چې د تېرکال پرمهال یې د ۳۵۰میلیونه افغانیو په ارزښت توکي صادر کړي چې د تېر کال په پرتله ۱۵سلنه زیاتوالی ښيي.
د صنعت او سوداګرۍ ریاست رییس شبیراحمد صدیقي سلاموطندار ته وویل چې د تېر یوه کال په ترڅ کې یې په کور دننه او بهر بازارنو ته د ۳۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت صادارت کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
صدیقي زیاته کړه،«په تېر یوه کال کې مو د لوګر له کرنیزو محصولاتو، وچې او تازه مېوې، کچالو، پيازو او رومیانو، ترڅنګ قیمتي ډبرې، نیمه قیمتي ډبرې، خوراکي او غیرخوراکي توکي په کور دننه او بهر بازارونو ته د خرڅلاو په موخه صادر کړي دي.»
نوموړی همدارنګه وایي چې د تېرکال په پرتله سږ کال د لوګر په صادرات کې ۱۵سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د صنعت او سوداګرۍ رییس زیاته کړه چې د صادارتو د زیاتېدو لامل د سوداګرو ستونزو ته پر وخت رسېدنه، د امنیت ټينګښت او سوداګرو ته د پانګونې برخه کې اسانتیا رامنځته کول دي.
لوګر صنعت او سوداګرۍ ریاست په داسې حال کې د صادارتو د زیاتېدو خبره کوي چې ددغه ولایت بزګرانو، بڼوال او سوداګر بهر ته د صادراتو برخه کې له پراخو ستونزو سره مخ دي.