Asset 1SWN

چین کې د سېلابونو له امله ۳۳ کسان مړه او ۱۸ لادرکه شوي

_130601172_6c080f0dc683568cd7d59b5b71591213137b9105

د چین په پلازمېنه «بېجېنګ» او شاوخوا سیمو کې د سختو اورښتونو له کبله ۳۳ کسان مړه شوي او د ژغورونکې ډلې د پنځو کارکوونکو په ګډون ۱۸ کسان لادرکه دي.

د وروستیو اوونیو پرمهال د چین په پلازمېنه کې د ریکارډ کچې اورښتونه شوي چې د ښار شاوخوا سیمې یې هم اغېزمنې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د الجزیرې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، د چین چارواکو نن چهارشنبه د اګسټ نهمه ویلي چې د راوتلیو سېلابونو له کبله ودانۍ نړېدلې چې پرمهال یې ۳۳ کسان مړه او ۱۸ نور لادرکه شوې دي.

د راپور له مخې، د بېجېنګ په لوېدیځه غرنۍ سیمه سېلابونو ۵۹۰۰۰ کورونه نړولي، نږدې ۱۵۰زره د هستوګنې نورې ودانیو ته زیان اوښی او ترڅنګ یې څه د پاسه «۳۷۰۰۰» جریبه کرنیزه ځمکه له‌منځه تللې ده.

د بېجېنګ د ښاروال مرستیال ژیا لېن‌ماو یوه خبري کنفرانس ته ویلي چې ډېری سړکونه او څه باندې سل پلونه هم زیانمن شوي دي.

د یاد هېواد په نورو برخو کې هم د سختو اورښتون له کبله د سېلابونو راوتو او د ډېری خلکو د مړینې خبر ورکړل شوی دی. د جولای میاشتې له وروستیو راهیسې دغه هېواد کې پیل شویو اورښتونو د میلیونونو کسان د ژوند چارې ګډوډې کړې دي.

دا په نږدې یوه لسیزه کې پلازمېنه بېجېنګ کې د ریکارډ کچې اورښتونه او تر ټولو ناوړه طبیعي ناورین بلل شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د چین نورې سیمې هم د دوبي سختې ګرمۍ او وچکالۍ سره مخ دي چې د یادو سیمو اوسېدونکو روغتیا او محصولات یې له ګواښ سره مخ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام