پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفېعالله رحیمي کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د تېرو درېوو شپو او ورځو پرمهال د هېواد بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه شوي، ۷۴ ټپیان او ۴۱ نور لادرکه شوي دي.
نوموړي دې خبرې غونډه کې همدارنګه زیاته کړه چې د سېلابونو له امله ډېره مرګژوبله او مالي زیانونه د میدانوردګ اوسېدونکو ته اوښتي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «د لومړنیو معلوماتو له مخې د راوتلو سېلابونو له امله ۳۱ کسان مړه شوي، ۴۱ کسان لادرکه، ۷۴ کسان ټپيان شوي، ۶۰۴ کورونه نړېدلي او همدارنګه ۲۵۰ څاروي لهمنځه تللي او زرګونه جریبه کرنیز فصلونه او ځمکې هم لهمنځه تللي دي.»
د میدانوردګ د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریيس فیضالله جلالي سلاموطندار ته ویلي چې تېره شپه له سخت اورښت وروسته په جلرېز، نرخ، سیداباد او جغتو ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي چې د یادو سېلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ مړه شوي، څلور ټپيان شوي او ۴۰ کسان لادرکه دي.
جلالي زیاته کړه چې ډېری مرګژوبله د جلرېز ولسوالي په «تکاني» سیمه کې هغې کورنۍ ته اوښتې چې د واده مراسم پهکې روان وو.
نوموړي وویل: «تېره شپه په جلرېز، نرخ، میدانښار، سیداباد، جغتو او چک ولسوالیو کې شدید سېلابونه راوتلي چې په دې ولسوالیو کې سلګونه کورونه نړیدلي دي، سلګونه لوی او وړې لارې تخریب شوي دي، کابل-بامیانو لویه لاره تړل شوې چې د خلاصون چارې یې روانې دي او د جلرېز ولسوالي په تکانې سیمه کې په یوه واده باندې سېلاب راغلی چې اکثره خلک بېده وو او سېلاب له ځان سره وړي دي.»
د میدانوردګ د جلرېز ولسوالي یوه اوسېدونکي روحالله سلاموطندار ته وویل، په دغه ولسوالي کې ۲۵ کسان چې ۱۹ تنه یې ښځې او ماشومان دي د سېلابونو له امله مړه شوي او لسګونه کسان لادرکه دي.
نوموړی له دولت څخه غواړي چې د میدانوردګ سېلاب ځپلیو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وکړي او هغه کسان چې لادرکه دې د لټون چارې دې تر سره کړي.
نوموړي وویل: «د جلرېز ولسوالي په تکانې سیمه کې سخت سېلابونه راوتلي دي، د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼشمېر کسان مړه شوي او یوشمېر ټپيان دي او همدارنګه لسګونه نور کسان لادرکه شوي هم دي. دولت باید سېلاب ځپلیو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي او هغه کسان چې تراوسه د خاورو لاندې دې د لټون چارې یې پيل کړي.»
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو څلورو میاشتو کې په طبیعي پېښو کې، ۲۱۴ کسان مړه شوي، ۳۲۰ ټپیان شوي، ۳۱۱۵ کورونه په بشپړ او نیمهبشپړ ډول ویجاړ شوي او شاوخوا ۳۸۰۰ څاروي لهمنځه تللي دي