د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي چې افغانستان د نړۍ په کچه له سخت ناورین سره مخ دی.
اوچا نن جمعه د کب ۱۹مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان ۲۸.۳ میلیونه وګړي روان ۲۰۲۳ کال کې اړینو بشري مرستو ته اړتیا لري. دغې ادارې همداراز د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.
اوچا د ۲۰۲۳ کال لپاره د افغانستان د بشردوستانه غبرګون په خپور کړي پلان کې ویلي چې یاده اداره په روان میلادي کال کې د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانانو سره د مرستو لپاره ۴.۶ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) دې پلان کې ویلي، دغه هېواد کې د ښځنیه کارکوونکو پر کار بندیز به د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړي.
اوچا ټینګار کړی چې افغانستان کې اړمنو ته د مرستو رسولو برخه کې د ښځینه کارکوونکو ونډه او کار اړین دی.
The Afghanistan Humanitarian Response plan is out. The world must not shut the door on Afghan people. Partners are on the ground & ready to scale up, despite the many challenges. Donors help us push back hunger, disease, malnutrition & suffering. Click: https://t.co/V83xiMW2lk
— Dr. Ramiz Alakbarov (@RamizAlakbarov) March 9, 2023
له دې سره هممهاله افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال رامز الاکبروف افغانانو سره د نړیوالو مرستو پر دوام ټینګار کړی.
نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې نړۍ باید د افغانانو پر مخ دروازې پرانیزي او په وینا یې، مرسته کوونکي هېوادونه له دوی سره د لوږې، خوارځواکۍ او ناروغیو راکمولو برخه کې مرسته او همکاري کوي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هممهاله هېواد کې د وزکارتیا او لوږې کچه لوړه شوې او د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له مرستو سربېره لا هم ورځ تر بلې د خلکو اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ روان دی.