Asset 1SWN

غزه کې د خوارځواکۍ له امله ۲۵ کسان مړه شوي

۰-۰--۰----

چارواکي وايي چې د غزې په شمال کې د خوارځواکۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۵ ته رسېدلی دی. دې سیمه کې تازه یوه ځوانه مېرمن او ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

غزه کې د اسراییلو له لوري د جګړې او د یاد ښار د کلابندۍ له امله د بشري مرستو لېږد له خنډ او ځنډ سره مخ شوی او مرستې د هوا له لارې د فراشوټونو پرمټ غزې ته لېږدول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تېره ورځ د خلکو پر ګڼه‌ګوڼه د مرستو د کڅوړو لوېدو له کبله پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

همداراز رفح ښار کې بیا سلګونه کسانو د څښاک اوبو ترلاسه کولو لپاره د اوبو ټانکرونو ته لیکې جوړې کړې دي. اسراییلو د اوبو نل‌لیکې او سرچینې له‌منځه وړې دي.

د بشري حقونو ډلو اسراییل تورن کړي چې خواړه او اوبه د جګړې د وسلې په توګه کاروي.

بل‌خوا د غزې په سوېل کې د اسراییلي ځواکونو له‌خوا د هوايي بریدونو پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان وژل شوي دي.

بریدونه د غزې سوېل په نصیرات او المواسي کډوالو کمپ او سیمه کې شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پر غزې د اسراییلو د برید له امله تراوسه څه باندې ۳۱زره کسان وژل شوي او ۷۲۶۵۴ نور ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام