Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان کې د هوا ګرمېدو له کبله ۲۲ کسان مړه شوي

nintchdbpict0004077260281

پاکستان کې د وروستیو ورځو پر مهال د هوا ګرمېدو او د تودوخې څپې خپرېدو له کبله ۲۲ کسان مړه شوي دي.

د پاکستان د رسنیو د راپورونو له مخې په مړو شویو کې ډېری یې ښځې دي. د پاکستان جیونیوز ټلوېزیون د راپور پر بنسټ، د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت په مردان سیمه کې ۱۸ کسانو د ګرمۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په راپور کې د مردان میډیکل کمپلکس روغتون د رییس ډاکټر طارق محمود له قوله ویل شوي چې دغه کسان په تېرو څو ورځو کې د هوا ګرمېدو له کبله مړه شوي دي.

د نوموړي په وینا، په مړو شویو کې ډېری ښځې شاملې دي چې عمرونه یې له ۵۰ کلونو پورته دي.

د روانې جون میاشتې له ۱۷مې تر ۲۵مې د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند مردان سیمه کې په منځنۍ کچه د تودوخې درجه له ۴۰ پورته وه.

بل‌خوا د رسنیو د راپورونو له مخې، د یاد هېواد په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د طبي علومو انسټیټیوټ کې هم ګرمۍ څلور ناروغان مړه کړي دي.

  سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

له نږدې یوې میاشتې راهیسې د افغانستان او ځینو ګاونډیو هېوادونو په ګډون د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د هوا تودوخه لوړه شوې چې ورځنۍ چارې یې ټکنۍ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام