
د پاکو اوبو نشتوالی؛ د کابل اوسېدونکي: د کورنۍ غړي مو پر ناروغۍ اخته کېږي
د کابل اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو د نشتوالي له کبله له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي چې د دوی ورځنی ژوند یې اغېزمن کړی دی.
د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې اوسېدونکي وایي چې د ښار د اوبو رسولو سېسټم څخه بېبرخې دي او په وینا یې، اړ دي چې له تانکرو اوبو کار واخلي. دغه اوبه چې تر ډېره غیرصحي دي، د دوی په کورنیو کې د ناروغیو د زیاتوالي لامل شوې دي.










