
اسلامي امارت: هېوادونه دې د لرغونو اثارو بیارغونه کې همکاري وکړي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولانو نن یکشنبه د ثور ۲۸مه کابل کې د موزیم نړیواله ورځ ونمانځله. د دغه وزارت مسوولانو وویل، د افغانستان

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولانو نن یکشنبه د ثور ۲۸مه کابل کې د موزیم نړیواله ورځ ونمانځله. د دغه وزارت مسوولانو وویل، د افغانستان

سلاموطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له۳۳ مېرمنو سره په دې راپور کې د دوی د ناروغي او بېوزلي په تړاو مرکې کړې دي.
د مرکو پرمهال موندل شوې چې دغه مېرمنې د خپلې درملنې لپاره میاشتې میاشتې په تمه پاتې کېږي، څو وکولای شي، روغتیايي مرکزونو ته لاړې شي.

د رغزې اوبدل بدخشان کې له ډېر پخوا راهیسې دود دی چې اوس نه یوازې د یوه لرغوني ارزښت ساتلو په توګه ترې ساتنه کیږي،

د غزې په شمال کې د اندونیزیا په نوم روغتون چې یاده سیمه کې د محدود فعالو روغتونونو څخه شمېرل کېږي، د اسراییلي ځواکونو له لوري تر برید لاندې راغلی او دا مهال کلابند دی.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولانو نن (یکشنبه، ثور ۲۸) یوې غونډې ته وویل، د یوې ډلې بنګلهدېشي روغتیاپالانو په همکارۍ یې کابل کې د

حماس پر خپل ټېلېګرام لیکلي: «د بېځایه شویو خېمو په نښه کول او د ملکیانو سره یوځای یې سوځول، یو ظالمانه جرم دی چې د نتانیاهو د جنګي مجرم حکومت د فاشیزم او د ټولو بشري قوانینو او نورمونو څخه د هغه ښکاره سرغړونه ښيي.»

د فنلنډ چارواکي وايي چې د دغه هېواد په سوېللوېدیځ کې د دوو چورلکو د ټکر له امله پنځه کسان وژل شوي دي.
دغه چورلکې د اورا هوايي ډګر ته نږدې په یوې ځنګلي سیمه کې لوېدلې دي. دغه پېښه پرون شنبه، مې ۱۷مه د فنلنډ «کاوتوا» ښار ته نږدې رامنځته شوې ده.

د انګلستان د اېفاې کپ فوټبال لیګ په پایلوبه کې کرېستال پالاس لوبډلې منچسټر سیټي ته ۱-۰ په پایلې سره ماته ورکړه او په خپل تاریخ کې یې، د لومړي ځل لپاره د یاد جام اتلولي وګټله.

امریکا کې چارواکي وايي چې دغه هېواد کې د سختو توپانونو او اورښتونو له امله لږترلږه ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د چارواکو په وینا، یاد کسان په میسوري او کېنټاکي ایالتونو کې مړه شوي دي. ترڅنګ یې، په توپان کې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د حوثي وسلهوالو ویاند یحیی سرېع نن (یکشنبه، ثور ۲۸) وویل، تېره شپه یې یو ځل بیا د اسراییل په بن ګوریون هوايي ډګر دوه

اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلابېلو سیمو بمبارۍ ته دوام ورکړی چې د نن یکشنبې سهار وختي بریدونو کې لږ تر لږه ۷۸ فلسطینیان وژل شوي دي.
د راپورونو پر اساس، ویل شوي چې دغو بریدونو کې ګڼ شمېر نور ټپیان شوي هم دي.
دا بریدونه په داسې حال کې زیات شوي چې اسراییل په غزه کې د نوي ځمکني برید لپاره چمتووالی نیسي او په قطر کې د حماس سره د اوربند خبرې بیا پیلوي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي تېره ورځ (شنبه، ثور ۲۷) تهران کې د ایران بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي سره لیدلي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې دغه لیدنه کې پر دوو اړخيزو اړيکو، امنيتي مسايلو، اوبو او د افغان کډوالو پر موضوعاتو خبرې شوي دي.

د پکتیا ګردېز ښاروالي یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ښار اړوند څلورمې ناحیې «اهنګرانو» زاړه بازار سیمه کې د پاکو اوبو رسولو د يوې

د رياستالوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د روسيې فدراسيون تاتارستان ته له څلور ورځني سفر وروسته تېره شپه بېرته کابل ته راستون شو.
هغه د کابل هوايي ډګر کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي چې د دې سفر پر مهال یې د تاتارستان او د موردوویا جمهوریتونو له ولسمشرانو سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو په تړاو مهمې غونډې کړي او سفر یې له لاستهراوړنو ډک و.