د متقي او صادق‌خان لیدنه؛ د باور فضا کې د ستونزو پر حل ټینګار شوی

د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډې همغږۍ کمېټې د تېرې ورځې په غونډه کې، دواړو لوریو د خبرو له لارې د شخړو او ننګونو پر حل ټینګار کړی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته سفر کړی دی.

لوګر کې د پاسپورټونو وېش له درکه ۱۰۵میلیونه افغانۍ عواید ټول شوي

د دغه ولایت امنیه قومنداني د پاسپورت امر مولوي عبدالله عابد پل‌علم کې خبریالانو ته وویل، د تېر یوه‌کال په لړکې د لوګر اوسېدونکو ته څه شاوخوا ۲۰زره ټوکه پاسپورتونه وېشل شوي چې له یادې لارې ۱۰۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د حکومت خزانې ته ورکړل شوي دي.

جو بایډن: نوی حکومت لومړی ډز کوي بیا نښه نیسي

د امریکا مخکینی ولسمشر جو بایډن د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت ته په اشارې سره وايي چې نوی حکومت لومړی ډز بیا نښه نیسي.

بایډن د سپینې ماڼۍ تر پرېښودو وروسته د لومړي ځل لپاره په شیکاګو کې وینا کړې او د ټرمپ حکومت یې، ننګولی دی. نوموړي د ټرمپ په مشري حکومت باندې سختې نیوکې کړې دي.

پکتیکا کې په ۲.۷ میلیونه افغانۍ سربند او استنادي دیوال جوړېږي

پکتیکا کې د نږدې درې ميليونه افغانيو په لګښت د يوه سربند او استنادي ديوال د جوړېدو چارې پيل شوې.

د پکتیکا د اوبو او انرژي رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سرحوضې اړوند د ګلردین کلي کې د يوه سربند او استنادي دېوال د جوړوېدو چارې د ۲،۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسوولانو او یوشمېر قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

د هډوکو ورستېدل او د حافظې کمزورتیا د زړو ښځو ژوند ګواښي

 د عمر په ډېرېدو سره، د انسان په وجود کې بېلابېل ډوله فزیکي او روحي بدلونونه راڅرګندیږي چې ځينې دغه بدلونونه د جدي ناروغیو لامل کیږي. د هډوکو ورستېدل، د ملا ډیسک او د حافظې کمزورتیا د زړو ښځو ترمنځ عامو ناروغیو څخه شمېرل کیږي.