متقي او اوتنبایوا د دوحې د راتلونکې غونډې پر څرنګوالي غږېدلي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا يوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره لیدلي دي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل رسنیو ته ویلي چې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په دې لیدنه کې ا.ا ته بلنه ورکړې چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

افغانستان کې د سرطان ناروغي زیاتېدل؛ د روان کال تر نیمايي د ۳۲۰۰۰ کسانو نوملیکنه شوې

په افغانستان کې د سرطان ناروغي د تشخیص او درملنې مرکز مسوولان د سرطان له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله په افغانستان کې د متخصصو کادرونو، جلا روغتونونو، درملو، تجهیزاتو او بسترونو له نشتوالي او مالي ستونزو سر ټکوي.

د مسلکي زده‌کړو ادارې د ۱۲۰میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نن «یکشنبه، سلواغې ۱۵مه» د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې، د ناروې کمېټې او درېوو نورو کورنیو بنسټونو سره د ۱۲۰میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

د افغانستان بانک سبا «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ «سلواغې ۱۶مه» به «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (یکشنبه، د سلواغې ۱۵مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا دوشنبه «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

چیلي کې د اورلګېدنې له امله ۵۱ کسان مړه شوي

چیلي کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په مرکزي سیمو کې د ځنګلي‌اور لګېدنې له امله تراوسه ۵۱ کسان مړه شوي دي.

د دوی په وینا، د اوروژنې ډلې د ځمکې او هوا له لارې د اور مهال لپاره هڅې کوي، خو وېره شته چې د مړینې شمېرې به له دې هم لوړې شي.

سوریه او عراق کې د امریکا د بریدونو پرمهال نږدې ۴۰کسان وژل شوي

امریکايي ځواکونو په سوریه او عراق کې د ایران انقلابي ګارډ «IRGC» او د دغه هېواد له ملاتړه برخمنو پر نورو وسله‌والو ډلو هوايي بریدونه کړې دي.

رویټرز خبري اژانس نن «یکشنبه فبرورۍ څلورمه» راپور ورکړی چې یادو هېوادونو کې د ایران سپاه پاسداران او ایراني‌ پلو ډلو پر ۸۵ اهدافو بریدونه شوې دي.

بدخشان کې د واورې ښوویېدو له امله درې کسان مړه شوي

د بدخشان محلي چارواکي وايي، دغه ولایت کې د واورې ښویېدو «برف‌کوچ» له امله درې کسان مړه شوې دي.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه کسان نن یکشنبه «سلواغې ۱۵مه» مړه شوي دي. خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه د یاد ولایت د شهربزرګ ولسوالي په «سنګ‌خواه» کلي کې رامنځته شوې.

د سالنګ لویه لاره له ۲۰ساعته بندېدو وروسته بېرته پرانېستل شوه

د ټولګټو وزارت مسوولان وايي، د سالنګ لویه لاره چې د واورې او توپان له امله تړل شوې وه، له ۲۰ساعته ځنډ وروسته بېرته پرانېستل شوه.

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس سلام‌وطندار ته وايي چې یاده لویه لاره «پرون، شنبه» له غرمې وروسته تړل شوې وه او نن یکشنبه، سلواغې ۱۵مه، د ټرافیکو پرمخ بېرته پرانېستل شوه.