د ایران په ځانمرګو بریدونو کې یوولس افغانان وژل شوي ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په کرمان ولایت کې د دوو ورځو وړاندې ځانمرګو بریدونو له کبله د وژل شویو کسانو په ډله کې یوولس افغانان هم شامل دي.
زابل کې د موټر چپه کېدو پېښه کې څلور کسان مړه او څلور ټپیان شوي د زابل مسولان وايي چې د دغه ولایت د شاجوی ولسوالي اړوند په رباط سیمه کې یو لنډکروزر موټر چپه شوی چې له کبله یې څلور کسان مړه او څلور نور ټپیان شولي دي.
د پروان اوسېدونکي د «پښو چاودې» پر ناروغي اخته کېدو اندېښمن کړي پروان د کابل په شمال کې یو کرنیز او غرنی ولایت دی چې ډېری اوسېدونکي یې د کرنې او مالدارۍ له لارې خپل ژوند چلوي. د دغه ولایت یوشمېر اوسېدونکو سلاموطندار ته ویلي چې خپله دوی او خپلوان یې د پښو چاودو پر ناروغي اخته شوي او له کبله یې سخت اندېښمن دي. دوی زیاتوي چې تر اوسه یې د دې ناروغي د درملنې هېڅ ګټوره لاره نهده موندلې.