
ټسلا خپل نوي «سایبرټرک» موټر ته ۶۰۹۹۰ ډالر بیه وټاکله
د ټسلا موټر جوړونې کمپنۍ د «سایبر ټرک» په نوم د خپل نوي جوړ کړي موټر د پلور بیه اعلان کړه چې د مخکې اعلان شوي قیمت په پرتله ۵۰سلنه لوړوالی ښيي.

د ټسلا موټر جوړونې کمپنۍ د «سایبر ټرک» په نوم د خپل نوي جوړ کړي موټر د پلور بیه اعلان کړه چې د مخکې اعلان شوي قیمت په پرتله ۵۰سلنه لوړوالی ښيي.

په روزګان کې د بهرنیو اسعارو پر کارونې له بندیز وروسته د دغه ولایت اوسېدونکي وايي چې د افغانیو دودولو سره د یاد ولایت بازارونو د توکو بیې لوړې شوې دي.
دوی سلاموطندار ته وايي چې سرپرست حکومت باید نرخونه کنټرول کړي او په وینا یې، یاد ولایت ته دې په کافي اندازه افغاني بانکنوټونه راولېږي.

د غور او بادغیس یوشمېر اوسېدونکي د یاد ولایتونو بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.
دوی وايي، دې وروستیو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت کمېدو سربېره لاهم بازارونو کې د توکو بیې نهدې ټیټې شوي.
دوی حکومت غوښتنه کوي چې د یاد ولایتونو بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو بیې کنټرول کړي.

له افریقا څخه د ۲۰۲۴ کال د شل اووره سیالیو نړیوال جام ته د لارموندنو لوبو په لړ کې د زمبابوې خرابو سیالیو له امله یوګاناډا دغه جام ته لاره پیدا کړه.
له افریقا څخه نمیبیا او یوګانډا د امریکا او وېسټانډیز په کوربهتوب د راتلونکي ۲۰۲۴ کال شل اووره نړیوال جام ته لاره وموندله.

مېټا کمپنۍ چین کې ۴۸۰۰ جعلي فېسبوک حسابونه چې د امریکا سیاستونو په اړه به یې منځپانګې خپرولې، تړلي دي.
مېټا «فېسبوک» کمپنۍ ویلي، یاد حسابونه د چین د نفوذي کمپاین یوه برخه وه چې د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنونو څخه مخکې یې د امریکا سیاستونو په تړاو معلومات خپرول چې دوی بند کړې دي.

که څه هم له پاکستانه په زور د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو بهیر روان دی، دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلن او ځورونې په اړه اندېښنې پر زیاتېدو دي.
تازه د بشرحقونو څار بنسټ په یوه راپور کې ویلي چې افغان کډوال له پاکستان څخه د اېستلو پر مهال ناوړه چلن، ځورونې سره مخ دي او د پولیسو لهخوا یې شتمني ترې ګرځول کېږي.