
افغان او پاکستاني لوري د کډوالو پر منظم لېږد خبرې کړي
د کندهار د سپین بولدک کمیساري مسوولانو له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر منظم لېږد د دغه هېواد د پولو مدیریت چارواکو سره کتلي دي.

د کندهار د سپین بولدک کمیساري مسوولانو له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر منظم لېږد د دغه هېواد د پولو مدیریت چارواکو سره کتلي دي.

د اوکراین او روسیې ترمنځ د روانې نښتې په لړ کې اوکرایني چارواکو ادعا کړې چې د پنځو ورځو پر مهال یې ۲۴۰۰ روسي ځواکونه وژلي او ټپیان کړې دي.

په غزه کې چارواکي وايي چې د اسراییلي ځواکونو له لوري په شویو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۷۰۰ اوښتی دی.

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډله د هند په کوربهتوب د یو ورځنیو سیالیو په روان نړیوال جام کې د نیدرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن چهارشنبه د اکتوبر ۲۵مه د هند د ډیلي په «ارون جاېټلې لوبغالي» کې ترسره شي.

د هلمند یوشمېر اوسېدونکي لښکرګاه ښار څخه څلورو ولسوالیو ناوې، ګرمسېر، خانشین او بهرامچې ته د غځېدلي شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره سړک له خرابوالي شکایت کوي.

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیري سلاموطندار ته ویلي چې د لړم په دویمه، د سهشنبې ورځ یې «۳۳۳۱.۷۵» جعبې تازه را اېستل شوي زمرد د داوطلبۍ له لارې په ۸۲۷ زره او ۲۰۰ امریکايي ډالرو ملي سوداګرو ته ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د فلسطین او اسراییلو او همدارنګه د اوکراین او روسیې ترمنځ د سختو جګړو له دوام سره هممهاله د دغه سازمان د جوړېدو ۷۸یمې کلیزې په مناسبت پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې د نړۍ هېوادونه دې سره یو موټی شي.