د افغانستان بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا سه‌شنبه د وږي ۱۴مه به «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (دوشنبه د وږي ۱۳مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا سه‌شنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د زمبابوې د کرېکټ لوبغاړی هیید سټریک د ۴۹ کلونو په عمر ومړ

د زمبابوې د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او لوبډلمشر هیید سټریک د سرطان ناروغي له امله د ۴۹ کلونو په عمر ومړ.

نوموړی له تېرې مې میاشتې راهیسې د سوېلی افریقا په جوهانسبرګ روغتون کې تر درملنې لاندې و چې پرون یکشنبه د سپټمبر درېیمه یې ساه ورکړه.

روزګان کې د امن په نوم د کرېکټ ۴۵ ورځنۍ سیالي پیل شوې

د روزګان د چورې ولسوالي په يوې لرې پرته سیمه کې د «امن» په نوم د کرېکټ ۴۵ ورځنۍ سيالي پیل شوې.

د روزګان د ورزش امر حافظ نصيراحمد قادري وايي چې يادې ۱۲ اووره لوبې د امن په نوم د ورزش امريت له‌خوا د ۲۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوي دي.