د شهیدانو او معلولینو وزارت خبرتیا؛ معلولین او یتیمان دې د حرفوي زدهکړو لپاره نوملیکنه وکړي
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولان، له معلول لرونکو کسانو او یتیمانو غواړي چې د دغه وزارت د حرفوي زدهکړو د شپږ میاشتنۍ دورې لپاره دې نوملیکنه وکړي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولان، له معلول لرونکو کسانو او یتیمانو غواړي چې د دغه وزارت د حرفوي زدهکړو د شپږ میاشتنۍ دورې لپاره دې نوملیکنه وکړي.
د بلخ ګمرک ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په حیرتان بندر کې بهر ته لېږدېدونکي ۱۴۸ کیلوګرامه چرس نیول شوي دي.
د چارواکو په وینا، ټاکل شوې وه چې دغه چرس ازبکستان ته ولېږدول شي.
د افغانستان بانک وايي چې سبا یکشنبه د وږي پنځمه به «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.
د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د سلاموطندار د یوې سروې پایلې ښيي چې ۷۷سلنه ښځې د تاوتریخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مخ شوي دي. په دغه سروې کې ۳۲۶ ښځو ګډون کړی چې پر بنسټ یې، له هرو څلورو ښځو، درې یې له تاوتریخوالي سره مخ دي.
د دایکندي امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت پ شهرستان ولسوالي کې دوه کسان د لامبو وهلو پرمهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.
پېښه پرون جمعه د وږي درېیمه د شهرستان ولسوالي اړوند د «موش شده» کلي کې رامنځته شوې ده. دغو ځوانانو په «لزیر» سیند کې د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.
د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت په صوابۍ سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د یوې پرې شوې ونې پر سر د شخړې له امله د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او له بل لوري یو کس ټپي دی.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کوي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت ته له اېټالیا څخه د یوې ښځې په ګډون دوه سیلانیان ورغلي دي.
د مسوولانو په وینا، دغه سیلانیان به د یاد ولایت سیاحتي او طبیعي سیمو څخه لیدنه وکړي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون