
میدانوردګ کې د کوچیانو او هزارو ترمنځ ۲۰ کلنه شخړه هواره شوه
د میدانوردګ محلي مسوولان وایي چې د دغه ولایت په جلرېز او لومړۍ حصه بهسودو ولسوالیو کې د «کوچیانو او هزارو» ترمنځ د څارویو او څړ ځایونو پر سر رامنځته شوې شخړه هواره شوه.

د میدانوردګ محلي مسوولان وایي چې د دغه ولایت په جلرېز او لومړۍ حصه بهسودو ولسوالیو کې د «کوچیانو او هزارو» ترمنځ د څارویو او څړ ځایونو پر سر رامنځته شوې شخړه هواره شوه.

د هرات محلي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په ګډون د هېواد په لوېدیځه حوزه کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین شو چې درې ورځې به دوام وکړي.
دغه کمپاین نن یکشنبه د زمري ۲۹مه د هرات، فراه، غور او بادغیس ولایتونو کې پیل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د هېواد ۳۰۰ ولسوالۍ معیاري روغتونونه نهلري او خلک یې له روغتیايي خدمتونو بېبرخې دي.
د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن یکشنبه د زمري ۲۹مه «ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام» کې وکړې.

د پکتیا د یوشمېر ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې د تېرو شلو کلونو پر مهال د یادو ولسوالیو اوسېدونکي له روغتیايي او نورو خدمتونو له پامه غورځول شوي دي.

ا.ا افغانستان کې د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکي دانیل اندرس هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي و، تېرو دوو کلونو کې یې افغانستان کې ۳۰ کارکوونکي وژل شوي دي.

د افغانستان بانک وايي چې سبا دوشنبه د زمري ۳۰مه به «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې لا هم د یاد وزارت اړوند ۶۰ چورلکې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو کې دي او دوی ته نه دي سپارل شوي.
د ملي دفاع وزارت چارواکو دغه څرګندونې نن یکشنبه د زمري ۲۹مه «ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام» کې د یاد وزارت د تېر کال کلني راپور وړاندې کولو پر مهال کړي دي.