معلولان: معاش مو نهدی راکړل شوی؛ معلولینو وزارت: نوبت ته په تمه شئ
په هېواد کې د جګړو او د ماینونو چاودنې له امله یوشمېر معلولان او د قربانیانو د کورنیو غړي وايي چې له تېرو څو کلونو راهیسې یې خپل حقوق نه دي ترلاسه کړي او ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. بلخوا د یوشمېر قربانیانو د کورنۍ غړي وايي چې د حکومت له لوري د دوی د حقوق نه ورکړه له امله یې ژوند له کړاونو سره مخ دی.