
تېر کال کروندګرو سره ۴۵۸ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن چهارشنبه د زمري څلورمه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې خپل یو کلن راپور او لاستهراوړنې رسنیو سره شریکې کړې.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن چهارشنبه د زمري څلورمه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې خپل یو کلن راپور او لاستهراوړنې رسنیو سره شریکې کړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، یوشمېر بهرنیو پانګهوالو هېواد کې دوه میلیارډ ډالرو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولانو نن چهارشنبه د زمري څلورمه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال وویل چې دا مهال بهرنیو پانګهوالو هېواد کې ۱۵۰ میلیونه ډالر پانګونه کړې.

د عاشورا ورځې په رانږدې کېدو سره بلخ کې امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د شیعه وګړو اړوند جوماتونو او تکیهخانو امنیت لپاره کلک تدابیر نیولي دي.

تخار کې د ګرمۍ څپې خپرېدو سره هممهاله د ښوونځیو یوشمېر ښوونکي وايي چې هره ورځ په ټولګیو کې د ګرمۍ له امله زدهکوونکي بېهوښه کېږي.
د ښوونکو په وینا، په هر درسي ټولګي کې له ۴۰ تر ۱۰۰ زدهکوونکي زدهکړې کوي او دې ورځو کې سخته ګرمي لامل شوې چې ځینې زدهکوونکي بېهوښه شي.