پاکستان سره د بارتر سوداګرۍ طرحه به تر راتلونکې یوې میاشت بشپړه شي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې د «جنس په جنس» سوداګرۍ پر طرحې کار روان دی او تر راتلونکې یوې میاشت به بشپړه شي.

د یاد وزارت ویاند جواد اخند‌زاده وايي چې د دغه وزارت مسلکي ټیمونه د بارټر «جنس په جنس» سوداګرۍ طرحې باندې کار کوي او تر راتلونکې میاشت به یې کار بشپړ شي.

فاریاب کې د ښځو د لاسي صنایعو د پلور بازار پیکه شوی

فاریاب کې د لاسي صنایعو یو‌شمېر تولېدونکې مېرمنې وايي چې د ملاتړ نه‌شتون له امله یې د توکو د پلور بازار پیکه شوی دی.

د لاسي صنایعو یوه تولیدونکې زینب وايي چې د دوی د لاسي صنایعو څخه نه ملاتړ لامل شوی چې د پلور بازار یې کمه رنګه شي.

هغه له حکومت او ملي سوداګرو غواړي چې د کورنیو تولیداتو برخه کې له تولیدونکو ملاتړ وکړي.

عامې روغتیا وزارت ختیځو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې نن شنبه د چنګاښ ۱۷مه د هېواد په ختیځو ولایتونو کې یې د پولیو «ګوزن» ضد واکسین کمپاین پیل کړ چې څلور ورځې به دوام ولري.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، دې کمپاین کې به له پنځو کلونو کم‌ عمره ۱.۲ میلیونه ماشومان د پولیو یا ګوزن ضد واکسین ترلاسه کړي.

تورخم کې پاکستان ته د کرومایت ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې

تورخم کې امنیتي مسوولان وايي چې بېګاه شپه د چنګاښ ۱۶مه د دغه بندر له لارې پاکستان ته د کرومایټ ډبرو د قاچاق مخه یې نیولې ده.

د تورخم استخباراتو مدير محمداقبال تکل وايي چې ۳۵ ټُنه کرومايټ ډبره چې په یوه ټېلر موټر کې پاکستان ته په جعلي اسنادو لېږدول کېدل، نیول شوي دي.

میدان‌وردګ کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او نهه ټپیان شوي

د میدان‌ وردګ ولایت د امنیې قومنداني مسوولان وایي چې پرون «جمعه د چنګاښ ۱۶مه» د دغه ولایت په جلرېز ولسوالي کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي چې پېښه د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.