پر ټویټر د نجونو زده‌کړو ملي کمپاین پیل شو

یوشمېر مدني او ټولنیزو فعالانو نن (د چنګاښ دولسمه، د دوشنبې ورځ) پر ټویټر د «#نجونوـزده‌کړوـملي‌ـ‌کمپاین» پیل کړ. د دغه کمپاین مسوولان وايي چې یاد کمپاین یې د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلیو بندیزونو د لرې کولو په موخه پیل کړی او په وینا یې، له زده‌کړو د نجونو لرې ساتل نور د زغم وړ نه‌دی. د یاد کمپاین یو جوړوونکی خوشحال روهي سلام‌وطندار ته وویل چې زده‌کړې د نجونو بنسټیز حق او د ټولو افغانانو غوښتنه ده.

هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي

هېواد کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې کورنۍ وايي چې د هستوګنې کورونه او کښتونه یې له‌منځه تللي او تراوسه ورسره د حکومت او مرستندویه بنسټونو له لوري هېڅ راز مرستې نه دې شوي. د لوګر د ازرې ولسوالي اوسېدونکی قدرت‌الله وايي چې د وروستیو څو ورځو پر مهال راوتلیو سېلابونو خلکو درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د خوړو نړیوال‌ پروګرام: د افغانستان د غنمو حاصلاتو کې به ۳۵سلنه کموالی راشي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې افغانستان کې د پرله‌پسې درېیم کال لپاره د وچکالي او د ملخانو یرغل له امله اټکل کېږي چې سږکال به دغه هېواد کې د غنمو په حاصلاتو کې کموالی راشي. د یاد پروګرام له لوري په یوه تازه خپور شوي راپور کې وړاندوینه شوې چې سږکال د افغانستان د غنمو په حاصلاتو کې له ۳۰ تر ۳۵سلنې کموالی راشي.

د ایران پوله‌ساتو ځواکونو د یوې ښځې په ګډون پنځه افغانان وژلي

امنیتي مسوولان وايي چې پرون یکشنبه شاوخوا ۱:۰۰ بجه سهار «چنګاښ یوولسمه» د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پنځه افغانان چې غوښتل یې ایران ته واوړي، په ډزو وژلي دي. د سرحدي پولیسو د درېیم کنډک ویاند عبدالرحیم منور وايي، یادو افغانانو چې غوښتل یې په ناقانونه توګه د ایران خاورې ته ننوځي، د ایران د پوله‌ساتو ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

هرات ته د پوځي ګړندي موټرو لومړی کاروان ورسېد

د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې د دغه وزارت اړوند د پوځي ګړندي موټرو لومړی کاروان یې «یکشنبه د غبرګولي ۱۴»مه یاد ولایت ته لېږل شوی دی.

دغه موټر د ګزمې، له پولیو د ساتنې او د پوله‌ساته ځواکونو د ستونزو حل په موخه د هرات ۲۰۷ الفاروق قول‌اردو ته سپارل شوي دي. په ورته مهال د پوځي چارو یو بل شنونکی یوسف‌ امین ځاځی وايي، د پولیو ساتنه د ملي دفاع وزارت مسوولیت دی او په وینا یې، دا یې باید لومړیتوب وي.