
بادغیس کې ۲۵ زېږنتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د بادغیس ولایت محلي مسوولان وايي چې په لومړي ځل دغه ولایت کې ۲۵ زېږنتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د بادغیس ولایت محلي مسوولان وايي چې په لومړي ځل دغه ولایت کې ۲۵ زېږنتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي چې د دغه ولایت مسوولانو او امنیتي ځواکونو د چپرهار ولسوالي د «کارېز» له سیمې د یاسین په نوم یو ځوان چې څو ورځې وړاندې یې خپل پلار وژلی و، نیولی دی.

د بلخ د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې له درېوو میاشتې وروسته یې د یوې وژل شوې ۳۳ کلنې مېرمنې مړی، د اوبو په یوې څاه کې موندلی دی.

د پاکستاني طا لبانو تحریک یا ټيټيپي د کابل په کوربهتوب د پاکستان له حکومت سره تر نامعلومې نېټې اوربند غځولی دی.
د ټيټيپي له لوري په یوې ویناپاڼه کې ویل شوي چې د ا.ا په منځګړیتوب یې پاکستان څخه کابل ته له ورغلې جرګې سره تر پرمختګ وروسته د اوربند د غځولو پرېکړه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزي پرون پنچشنبه په کابل کې د چین له شارژدافیر دینګ ینان سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په دغه لیدنه کې د افغانستان او چین د ژورو تاریخي اړیکو، ګاونډیتوب، دوه اړخیزه همکارۍ او د نیمه بشپړو پروژو پر بیا پیل خبرې شوې دي.