د بامیان د یکاولنګ نمبر۱ ولسوالي ولسوال له بند څخه ازاد شو د بامیان محلي مسوولان وایي چې د بامیان د یکهولنګ نمبر۱ ولسوالي ولسوال مختار احمدي چې شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې تښتول شوی و، له بند څخه خوشې شو.
جي ۷ هېوادونه: پر ښځو محدودیتونه به ا.ا له نړيوالې ټولنې څخه لا منزوي کړي د نړۍ د اوو سترو اقتصادي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغان ښځو او نجونو پر حقونو او ازادیو باندې د اسلامي امارت له زیاتیدونکي محدودیت سره په کلکه مخالفت کړی دی.
د ا.ا لهخوا پر ښځو د حجاب جبري کېدو پرېکړې په اړه د امنیت شورا بېړنۍ ناسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون شپه د افغانستان د بشري وضعیت او په تېره بیا د افغان ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت د محدودیتونو د زیاتېدو په هکله غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې د بشري حقونو وضعیت، د افغان ښځو او نجونو د ازادۍ او پر هغوی د نوي سرپرست حکومت لهخوا د تازه لګول شویو محدودیتونو په اړه بحثونه شوي دي.