
د تخلیې بهیر له لارې تراوسه ۷۷۰۰ افغانان کاناډا ته رسېدلي
د کاناډا د کډوالو چارو وزیر د یاد هېواد پارلمان ته په یوې غونډه کې ویلي چې له افغانستان څخه د ۴۰۰۰۰ کسانو د راېستلو لړۍ روانه ده چې تراوسه شاوخوا ۷۷۰۰ افغانان دغه هېواد ته رسېدلي دي.

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر د یاد هېواد پارلمان ته په یوې غونډه کې ویلي چې له افغانستان څخه د ۴۰۰۰۰ کسانو د راېستلو لړۍ روانه ده چې تراوسه شاوخوا ۷۷۰۰ افغانان دغه هېواد ته رسېدلي دي.

غزني کې د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د یاد ولایت د «سردې» بند د بیارغونې عملي چارې پیل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې پاکستان د افغانستان خاورې ته نږدې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د دغه هېواد د سختدریځو او بېلتونپاله ډلو پر وړاندې پوځي عملیات زیات کړي دي. رویټرز د پاکستان د پوځ په حواله ویلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې د سختدریځو بریدونه ډېر شوي دي.

باختر خبري اژانس ویلي چې عملیاتي ځواکونو او روغتیايي ډله بریالۍ شوې چې زابل کې یوې څاه ته لوېدلی ماشوم راوباسي، خو د دې اژانس په وینا، یاد ماشوم د تنفسي ستونزو له امله ساه ورکړې ده.
په زابل کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شرافت وايي، یاد ماشوم په څاه کې دننه ساه ورکړې وه.

د هند کرېکټ غوره لیګ یا «ايپياېل» کې سږکال دوه نوې لوبډلې وراضافه شوي چې ورسره د یاد لیګ په سیالیو کې ځينې نوي قوانین هم رامنځته شوې دي.