تاجیکستان کې افغان سفیر: نړیوال پولیس دې غني، محب او فضلي ونیسي په تاجکستان کې د افغانستان سفیر محمدظاهر اغبر له انټرپول غوښتي چې محمداشرف غني، حمدالله محب او فضلمحمود فضلي له بیتالمال څخه د غلا په تور ونیسي او د خلکو شتمني دې بېرته راوګرځوي.
امریکا د افغانستان بانک ۹.۵میلیارد دالر کنګل کړي د امریکا متحده ایالاتو یوه چارواکي سه شنبه تایید کړه چې دغه هېواد د افغانستان بانک له شتمنیو څخه نږدې ۹.۵ میلیارد دالر کنکل کړي او دغو پیسو ته د طالبانو تر مشري لاندې حکومت ته د لاسرسي د مخنیوي لپاره یې افغانستان ته د نقدو پیسو د لېږد چارې درولي دي.
د طالبانو د ویاند لومړۍ خبريناسته؛ په ټولنه کې د ښځو حضور ته اړتیا ده د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو دوه ورځې وروسته، د دې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد چې له دې وړاندې د نوموړي تصویر په رسنیو کې نه و خپور شوی، په خپله لومړۍ خبري غونډه کې چې بېګاه شپه یې د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې جوړه کړې وه، وایي، په ټولنه کې د ښځو حضور او فعالیت ته شدیده اړتیا ده.