Asset 1SWN

د امو دریا د نفتي حوزې ۲۰زره ټُنه خام نفت پر یوه کورني شرکت وپلورل شول

فروش نفت خام

د کانونو او پترولیم وزارت مسوولانو نن یکشنبه، غبرګولي ۲۰مه کابل کې د یوې غونډې پرمهال یوه کورني شرکت سره د امو دریا د نفتي حوزې اړوند د انګوت سیمې د ۲۰زره ټُنه خامو نفتو د پلور تړون لاسلیک کړ.

د دغه وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور وویل، دغه نفت د پروسس لپاره د څه باندې ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وپلورل شول. «د قصر بابا محترم شرکت ښه نرخ ورکړل و او موږ ورته مبارکي وایو چې دا قرارداد په ۱۰میلیونه، ۵۴۹زره او ۴۴۴ ډالرو خرڅ شو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دغې داوطلبۍ کې ۱۰ شرکتونو ګډون کړی وو چې یو یې په لوړ قيمت سره ګټونکي اعلان شو. د ګټونکي شرکت مسوولان وايي، د دغو نفتو له پروسس او بازار ته له وړاندې کولو وروسته به، د تېلو په بیه کې بدلون راشي.

د دې شرکت مسوول ګل‌زاده ګټوازي وویل: «په عمومي توګه دې د نفتو بیو ټاکلو باندې اغېز درلود او د افغانۍ ارزښت ساتنې لپاره هم مرسته کوي او د نفتو له پروسس او بازار ته له وړاندې کولو وروسته به د تېلو بیو کې بدلون راولي.»

د دې ترڅنګ، د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست وویل، د پکتیکا کټواز سیمه کې د ۴۰ زره کیلومتره مربع په مساحت سره او هرات کې د ۲۳ زره کیلومتره مربع په مساحت سره د نفت او ګازو د ۱۱ بلاکونو قرارداد هم داوطلبۍ ته وړاندې شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کانونو او پترولیم وزارت د تېرو لسو ورځو پرمهال د شاوخوا ۸۲ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت، د آمو دریا د نفتي حوزې ۱۳۰ زره ټنه خام نفت د ازادې داوطلبۍ له لارې د پروسس لپاره په کورنیو پانګه‌والو پلورلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام