Asset 1SWN

سلام وطندار

ناګورنو قره‌باغ کې د چاودنې له امله ۲۰ کسان مړه شوي

33WK6UT-highres-1695716843

د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په ناندیریزه سیمه «ناګورنو قره‌باغ» کې د تېلو په یوې ډېپو کې د چاودنې له امله ۲۰ کسان مړه شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

روغتیايي چارواکو رسنیو ته ویلي، له چاودنې وروسته سیمه کې ۱۳ جسدونه موندل شوي او اووه نورو کسانو بیا روغتون کې د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د چارواکو په وینا، د چاودنې له امله ۲۹۰ کسان ټپیان شوي دي چې د ډېری ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

دغه چاودنه داسې مهال کېږي چې ارمنستان ویلي، له ناګورنو قره‌باغ څخه په زوره اېستل شوي ۱۳۳۵۰ کسان تراوسه دغه هېواد ته بې‌ځایه شوي دي. ارمنستان یادو بې‌ځایه شویو کسانو ته د هستوګنې او نورو اړینو توکو د برابرولو ژمنه کړې.

اذربایجان د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۹ پر ناګورنو قره‌باغ له برید ۲۴ساعته وروسته اعلان وکړ چې دغه سیمه یې په بشپړه توګه تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.

د یادې سیمې له نیونې وروسته اذربایجان دا هم ویلي چې ناګورنو قره‌باغ کې به د ارمنیانو حقونه خوندي کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د ناګورنو قره‌باغ سیمې ارمنیان وېره لري چې اذربایجان سره د یادې سیمې نښلول به راتلونکې کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږده کرکه دوی ګډ ژوند کولو ته پرې نه‌ږدي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام