پر غزې د اسراییلو ځواکونو د بریدونو په لړ کې د روانې اوونۍ د دوشنبې او چهارشنبې ورځو ترمنځ په تازه بریدونو کې ۱۶۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۹۵ نور ټپیان دي.
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) چهارشنبه، مارچ ۲۷مه په یوه راپور کې ویلي چې دغه کسان د غزې شمال کې د روانو سختو جګړو پرمهال وژل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
الجزیرې خبري شبکې نن پنجشنبه، مارچ ۲۸مه راپور ورکړی چې غزې ته نږدې د اسراییلي ځواکونو له لوري دوه فلسطینیان په ډزو وژل شوي دي.
دې شبکې پر خپل وېبسایټ د یادو کسانو د وژل کېدو ویډیو هم پر خپل وېبسایټ خپره کړې.
د اوچا په وینا، غزه کې د ۳۶ روغتونونو له ډلې دوه پر درېیمه برخه یې غیرفعال دي او هغه چې خدمات وړاندې کوي، په نشت حساب دي.
سره صلیب او د سرې میاشتې ټولنې بیا ویلي چې د غزې شمالي برخه کې روغتیايي سېسټم ویجاړ شوی او سوېل کې بیا د نښتو په څنډه کې دی.