د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي چې د تېر یوه کال په ترڅ کې د ځوانانو علمي کچې لوړېدو په موخه یې ۱۶ علمي سیالي جوړې کړي دي.
د دغه ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس رفېعالله صمیم پلعلم کې د سیرتالنبي (ص) په تړاو جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، دغه سیالي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یوشمېر خیریه بنسټونو په مالي ملاتړ جوړې شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
صمیم زیاته کړه،«په جوړو شویو سیالیو کې زرګونه ځوانانو ګډون کړی ده او اساسي موخه یې د لوګر ولایت ځوانان د کتاب مطالعې ته رابلل دي، څو پورې علمي کچې یې لوړه شي.»
د نوموړي په وینا، روانه اوونۍ د «حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ» په همکاري د ۱۷سوه کسانو ترمنځ د سیرت النبي (ص) سیالي ترسره شوه، چې نن یې پاېلې اعلان شوې او د یادو سیالیو لومړی او دوېم مقام ګټوونکي حج عمرې ته لېږل کیږي او په پاتې ګډونوالو کې یې ۵۰ مخکښ ګډونوالو ته ځانګړې ډالۍ هم ووېشل شوې.
لوګر پوهنتون رییس شفیقالله شفقت وویل، دا ډول علمي سیالۍ کولای شي چې ځوانان د نبي کریم (ص) له سېرت سره اشنا کړي او د کتاب مطالعې ته یې راوبولي.
نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې د کتاب مطالعې ته مخه کړي او مطالعه کولای شي چې د ځوانانو ژوند ته مثبت بدلون ورکړي.
بلخوا د «حاجي منګل خېریه بنسټ» مشر محمداکبر اتل وویل، د دغه ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د جوړو شویو ۱۶سیالیو له ډلې یې ۹ سیالي د دوی په مالي ملاتړ جوړې شوې دي.
اتل زیاته کړه، د دغه ولایت په مرکز پل علم او یو شمیر ولسوالیو کې یې شاوخوا ۲ زره نجونو او هلکانو ته د دیني او عصرو زده کړو وړیا زمینه هم برابره کړې ده.