د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر میرویس افغان وايي، د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یونېسف او د «موف» موسسې له لوري د دغه ولایت له ۴۷ روغتیايي مرکزونو سره د ۱۱۶ قلمو درملو مرسته شوې.
نوموړي زیاته کړه چې دغه درمل د کلات ښار په ګډون د ۱۱ ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته وېشل کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، دا درمل به د درېوو میاشتو لپاره تر یوې کچې د یادو مرکزونو اړتیاوې پوره کړي او د درملو کمښت ستونزه به راکمه کړي.
هغه وویل: «یاد درمل د یونېسف ادارې او موف موسسې لهخوا څخه خریداري شوي. ۶۰ قلمه درمل د یونېسف لخوا او ۵۶ قلمه موف موسسې لهخوا خریداري شوي. دا درمل د مرکز کلات په شمول ۱۱ ولسوالیو کې د ۴۷ روغتیا مراکزو لپاره دي. دا درمل به درېوو میاشتو لپاره بسنه وکړي.»
د زابل یوشمېر اوسېدونکي وايي، بشپړو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نهلري او د ناروغانو د درملنې په برخه کې جدي ستونزو سره مخ دي.
خو دوی هیله څرګندوي چې د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو ته د دغو طبي مرستو په رسېدو سره به یې صحي ستونزې یو څه حل شي.
د زابل اوسېدونکي میراجان وویل: «دا د زابلیانو لپاره یو د خوشحالۍ ځای دی چې د یونېسف په همکارۍ د عامې روغتیا لهخوا دا اقدام وشو، ځکه ډېری خلک په ولسوالیو او لرېپرتو سیمو کې په خصوصي روغتیایې مراکزو کې د درملني توان نهلري.»
د یاد ولایت یوه بل اوسېدونکي محمدنسیم وویل: «مشکلات د درملو نشته برخه کې ولسوالیو کي زیات دي. دا ډېر ښه اقدام شوی، موږ خوښ یوو چې داسې ولسوالیو ته درمل لېږدول کېږي.»
د روغتیايي برخو کارپوهان ټینګار کوي چې یوازې لنډمهاله مرستې د حل لار نهشي کېدای او حکومت باید د اوږدمهاله روغتیايي تګلارې له مخې، روغتیايي مرکزونه پیاوړي کړي او د خلکو لپاره د وړیا درملنې اسانتیاوې برابرې کړي.
د روغتیا برخې کارپوه میوند مېړنی وايي: «یوازې لنډمهاله مرستې د حل لار نهشي کېدای، دولت باید د اوږدمهاله روغتیايي پالیسۍ له مخې، د عامې روغتیا مرکزونه پیاوړي کړي او د خلکو لپاره وړیا درملنې ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.»
دا داسې مهال دی چې د هېواد د لرېپرتو سیمو اوسېدونکو تل شکایت کړی چې روغتیايي خدمتونو ته محدود او یا هم هېڅ لاسرسی نهلري.