د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د مرکز پلعلم ښار په ګډون د شپږو لسوالیو د سواد زدهکړې له ۷۰ کورسونو څخه ۱۰۲۴ زدهکوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب سلام وطندار ته وویل، یاد کورسونه د (یونېسکو) په مالي ملاتړ په مرکز پلعلم او ټولو ولسوالیو کې د ۹ میاشتو لپاره جوړ شوي وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
عرب زیاته کړه، یادو کورسونو ته له ۱۴ کالونو څخه تر ۳۵ کالونو زدهکوونکي جذب شوي وو چې تر ۹ میاشتو زدهکړو وروسته نن «پنجشنبه، سلواغې ۱۹مه» فارغ شول.
نوموړي وویل: «فارغ شو زدهکوونکي اوس روان لیکلوست کولای شي او همدارنګه د پوهنې ریاست له لوري ورته د دریېم ټولګي معادل سند هم ورکړل شو».
د ده په وینا، پوهنې ریاست په پام کې لري چې په راتلونکي ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې هم د (یونېسکو) په مالی ملاتړ ورته د سواد زدهکړې کورسونه جوړ کړي دي.
له سواد زدهکړې فار غ شوي زدهکوونکي هم خوښ دي چې په خپله ولسوالي او کلي کې ورته د لیکلوست زدهکړې زمینه برابره شوې وه.
د مرکز پلعلم ښار اوسېدونکي رحمتالله سلام وطندار ته وویل، د اقتصادي ستونزو له امله یې ښوونځی نهدی لوستلی. هغه زیاته کړه، تېر کال یې د پوهنې ریاست په سواد زدهکړې ټولګي کې ځان شامل کړی و چې اوس روان لیکلوست کولای شي.
باید وویل شي چې تېر کال هم د پوهنې ریاست له لوري په مرکز پل علم او ولسوالیو کې هغه کسانو ته د لیک لوست زمینه برابره کړې وه چې د بېلا بېلو ستونزو له امله له زده کړو محروم پاتې وو.