Asset 1SWN

تهران کې د اسماعیل هنیه وژل کېدل؛ په منځني ختیځ کې کړکېچ په ډېرېدو دی

اسماعیل-هنیه-qs5v7k8byusj004ue22iih2xq3cuw9kswp3dcg7qtk

په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته په منځني ختیځ کې د شخړو د زیاتېدو په اړه د اندېښنو په دوام، امریکا پر اسرابیلو د ایران د احتمالي برید خبرداری ورکړی دی.

د اکسيوس د راپور پر بنسټ، د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټونيو بلېنکن د جي‌۷ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ویلي چې شونې ده ايران له دوشنبې څخه د اسراييلو پر ضد بريدونه پلان کړي. په همدې حال کې کارپوهان بیا باور لري چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو تر شا د ځواکمنو هېوادونو لاس دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نړیوالو مسایلو کارپوه نورالرحمان ثاقب وايي: «په منځني ختیځ کې د کړکېچ جوړېدل د نړیوالو زبرځواکونو پلان دی او دا یې مخکې له مخکې سنجولې چې د درېیمې نړۍ او منځني ختیځ هېوادونه د دغو زبرځواکونو ترمنځ د سیالۍ لاملونه واوسي.

ملګري ملتونه او نور نړیوال هېوادونه د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې په منځني ختیځ کې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې له زغمه کار واخلي. تازه د جي۷ غړیو هېوادونو هم دا غوښتنه کړې ده.

له دغو هڅو وروسته د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن‌الصفادي په یوه ناڅاپي سفر تهران ته تللی او د ایران له نوي ولسمشر مسعود پزشکیان سره یې کتلي دي. ویل کېږي چې د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایران ته په سیمه کې د کړکېچ کمولو پیغام رسولی دی.

په ورته وخت کې رویټرز خبر ورکړی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن خپل امنیتي ټیم په منځني ختیځ کې پر پرمختګونو د خبرو لپاره یوې غونډې ته وربللی او ټاکل شوې چې د اردن له پاچا عبدالله سره ټیلیفوني خبرې هم وکړي.

د چارو شنونکي په منځني ختیځ کې د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د امریکا پر هڅو شکمن دي. د سیاسي چارو شنونکی میرویس اشفته وايي: «څرنګه چې ټول پوهېږو په سیمه کې کړکېچ او ګډوډي ډېره شوې ده او دغه وضعیت د امریکا او ناټو د جګړې غوښتنې له کبله همداسې روان دی.»

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد هم په تهران کې د اسماعیل هنیه تر وژل کېدو سمدستي وروسته د یوې بیانیې په خپرولو سره دا پېښه غندلې ده.

په ورته وخت کې کارپوهان د افغانستان د سیاسي او اقتصادي وضعیت په اړه په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو پایلو ته اندېښمن دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سیاسي چارو کارپوه عبدالجبار اکبري وايي: «افغانستان په داسې وضعیت کې دی چې مخکې یې له ټولو هېوادونو سره تعادل ساته. له بده مرغه په سیمه کې هر بدلون پر افغانستان منفي اغېزې لرلي؛ ځکه افغانستان داسې هېواد دی چې له هېوادونو سره اقتصادي او سوداګریز تړاو لري.»

په منځني ختیځ کې د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې داسې مهال زیاتې شوي چې د دې سیمې ځینې برخې اوس د پوځي جګړو شاهدې دي. اسراییلو تازه په غزه کې پر دوو ښوونځیو او یوه روغتون خونړي بریدونه کړي چې له کبله یې لږترلږه ۴۴ فلسطینیان وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام