Asset 1SWN

سلام وطندار

ذبیح‌الله مجاهد: د حکومت‌ له‌لوري د انټرنټ بندولو راپورونه ناسم دي

ذبیح‌الله مجاهد

ذبیح‌الله مجاهد وايي، هېواد کې د انټرنټ بندېدو د توجیه په اړه د اسوشیټیدپرس خبري اژانس هغه ادعا ناسمه او جعلي ده چې د ده په حواله یې کړې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن پنجشنبه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «هیله ده رسنۍ مسوولانه او مسلکي چلند وکړي. موږ که کوم دريځ او خبره د اعلان وړ وبولو، له خپلو ادرسونو یې وایو، نه له بهرنیو چینلونو څخه.»

د یادونې ده چې اسوشیټډپرس اژانس راپور ورکړی وو چې ذبیح‌الله مجاهد افغانستان کې د انټرنېټ پرې کول رد کړي.

راپور کې ویل شوي چې ښاغلي مجاهد په یوه واټس‌اپ ګروپ کې ویلي، افغانستان کې انټرنټي او مخابراتي خدمتونه ځکه پرې شوي چې د نوري فایبر مزي زاړه شوي او د بدلېدو په حال کې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هېواد کې دوه ورځې وړاندې د دوشنبې په مازیګر مخابراتي خدمات بند شول چې ورسره د بانکونو، ګمرکونو، مالي حوالو، انلاین زده‌کړو او الوتنو په څېر اساسي خدمات هم بند شوي وو.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو سلام‌وطندار سره خبرو کې ویلي، تېرو دوو ورځو کې د مخابراتي خدماتو او انټرنټ بندېدو ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.

دوی وویل، خپل خپلوانو سره یې اړیکې پرې شوې وې او د ډېرو کسب و کار ته یې جدي زیان اړولی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام